ستاسو د واکسین څخه وروسته

لاندي معلومات د روغتیایی ماهرانو او د عامه روغیتا د باتجربه اشخاصو لخوا دویب پاڼو لپاره چې د کاناډا د حکومت لخوا او نورو سیانس پوهانو او د روغتیایي سرچینو لخوا کارول کیږي د جوړ شوي دي. دا د طبی مشورو په توګه نه دي طرحه شوي. هغه پوښتنې چې تاسو یې د کویډ-19 (COVID-19 ) په اړه د ځان سره لرئ همیشه یې په اړه د پرمتختللی روغتیا پالانو څخه صلاح مشورې ترسره کړئ.

موږ په واضح توګه نشو ویلی خو بیا هم د دې امکان شته چې تاسو د کویډ-19 د واکسین وروسته ویروس نورو خلکو ته انتقال کړئ. موږ پوهیږو چې دا واکسین به خلک د ویروس څخه وژغوري، خو دا ساري دی او د واکسین د ترلاسه کولووروسته حتی که تاسو د ناروغیو په وړاندي د بدن معافیت هم جوړ کړی وي انتقالیدلی شی. لکه څنګه چې په دې اړه کلینیکي ازموینې رواني دي موږ ته به د ریښتینې شواهیدو له مخي نور اړین معلومات هم وړاندي کړي. خو په دې روان وضیعت کې ترڅو چې په ټوله کاناډا کې خلک واکسین ترلاسه کوي موږ باید د ماسک اچول، په خپل مینځ کې واټن ساتل، او د عامه روغیتا سپارښتنې چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې موږته سپارښتنه کوي له یاده ونه باسو.

دا د بدن د معافیت د جوړولو د واکسینو د دوهم دوز وروسته دوه هفتو پوري وخت ته اړتیا لري. ځینې کسان شاید د وکاسین د ترسره کولو مخکې یا د واکسین څخه وروسته په ویروس اخته شي او ناروغه شي، ځکه چې واکسینو بشپړ وخت نه درلود چې خوندیتوب چمتو کړي.

نو همدا لامل دی چې د واکسینو دبشپړ دوزنو ترلاسه کول اړین دي.

د کوویډ-19 واکسين لومړنی اغېز د اولنې دوز څخه وروسته (80-92%) سلنه پوري وار له مخه لوړېږي او د کمو میاشتو لپاره دوام کوي. د نورو مختلفو واکسینونو دوزونو د تجربې له مخې د یو دوز وروسته ښايي د خوندیتوب مقاومت تر شپږو میاشتو یا له دې څخه د زیاتو میاشتو پوري په لویانو کې دوام ومومي. په عمومې ډول هغه شرکتونه چې واکسین تولیدوي او د واکسینونو ملي مشورتی غړي د واکسینو د دوزونو ترمینځ لږ ترلږه وقفه مشخصوي مګر د اعظمي وقفو په اړه وضاحت نه ورکوي.

د یو دوز وروسته د نورو زياتو دوزونو د واکسینو تجربه څرګندوي چې په منظم ډول خوندیتوب تر 6 میاشتو یا زیاتې مودې پورې دوام موندلی شي. اصلاً، زیاتره څیړنو څرګنده کړې چې د زیات وخت په انتظار کولو تاسو لا نور غوره دفاعي غبرګون ترلاسه کولی شئ. له دې کبله ساینس دا ثابته کړې.

او زیاتره واکسین داسې دي چې په کې د اينتي بادي کچې (مصؤنيت) د وخت تیریدو سره ټیټیږي او د خوندیتوب له کچو څخه سملاسي نه ټیټیږي. حتی میاشتې یا کلونه وروسته، د بل واکسین دوز دفاع لوړې کچې ته رسولی شي، چې د خوندیتوب موده زیاتوي.

اوس چې موږ په کاناډا کې زیات باوري واکسین لرو، د دوزونو ترمنځه وخت تر 8 اوونیو پورې کم کړی شوی دی.

هو، تر اوسه پورې، تر څو چې د کاناډا د عامې روغتیا اژانس دا تعین وکړي چې ماسک اچول او واټن ساتل ختم کړئ. دا ځکه چې واکسین په موثره کیدو کې زیاتې اوونۍ وخت اخلي (څو مصؤنيت برابر کړي) او زیاتره خلک بشپړ خوندیتوب د Pfizer د BioNTech, Moderna او AstraZeneca د کووېډ-19 واکسینو د دویم دوز د ترلاسه کولو وروسته ترلاسه کوي.

موږ نه پوهیږو چې دابه د هغه چا لپاره چې واکسین یې ترلاسه کړي څومره دوام وکړي. د mRNA واکسینو په اړه مطالعې دا روښانه کړي ده چې هغه خلکو چې واکسین ترلاسه کړی دی د کویډ-19 د ناروغیو په وړاندی یې لږ ترلږه د شپږو میاشتو لپاره د بدن پیاوړی معافیت جوړ کړی دی. دا داسي معنی ورکوي چې د ناروغیو په وړاندی د بدن معافیت به د یو څه وخت لپاره دوام پیدا کړي، خو په دې اړه وخت په وخت د څیړنو ترسره کول دوام لري.

پدې مرحله کې ، موږ ډاډه نه یو چې آیا معافیت به یو کال یا لس کاله دوام وکړي، یا که د پرمختګ لپاره به په یو وخت کې د واکسین یو بل دوز ترسره کولو ته اړتیا پیدا شي.

دا معمولا د کوویډ-19 د واکسین څخه وروسته د یو شخص د نارغیو په وړاندی د بدن معافیت رامنځته کول یو څو اونیو پوري وخت نیسی. خو په یاد ولرئ د دې لپاره چې د ناروغیو په وړاندي د بدن بهترین معافیت ترلاسه کړئ، د Pfizer-BioNTech, Moderna او د کوویډ-19 واکسین دواړه دوزونه مهم دی. د The Johnson & Johnson کویډ-19 واکسین یوازی یو دوز اړين دی.

د واکسین ترسره کولو وروسته، دا ډېره ساده خبره ده چې په مواقت ډول سره ملایمه تبه متوسط جانبی عوارض مینځ ته راشي، چې لاندې علائم پکې شامل دي:

  • د ستنې (انجکشن) په ساحه کې درد، سوروالی، تودوخه، یا پړسوب
  • ستړيا
  • سردردي
  • زړه بدوالی
  • د عضلاتو یا جوړونو درد، او
  • ملایمه تبه

دا عادي علایم دي چې په دې وخت کې ستاسو د بدن خوندیتوب رامنځته کوي او دا ټولې نښې باید د څو ورځو په جريان کې له منځه لاړې شي.

که چیرې ستاسو په نښو کې د پام وړ بدوالی رامنځته کېږي، نو د خپل روغتیا پال ډاکټر سره مشوره وکړئ. که چیرته دغه نښي د کوویډ-19 څځه منځ ته راغلي وي، نو تاسو باید ژر ترژر ځان معاینه کړئ او ترهغه چې پایله ښکاره کیږي، ځان جالا وساتۍ.

ه ندرت سره، ډېر کم anaphylaxis چې شدید جانبی عوارض یې بولي مینځ ته راځي. ه ندرت سره، ډېر کم anaphylaxis چې شدید جانبی عوارض یې بولي مینځ ته راځي. دا په عامه توګه د واکسین د ترسره کولو وروسته په څو دقیقو یا په لومړي ساعت کې پیښیږي. د دې لپاره، له هغو خلکو څخه چې د کوویډ-19 واکسین ترسره کوي، د واکسین د ترسره کولو وروسته د 15 دقیقو لپاره د پاتې کیدو غوښتنه کېږي، نو د روغتیا پاملرنې پرسونل کولی شي چې د هرډول جدي عکس العمل لپاره د خلکو څارنه وکړي.

د جانبی عوارض ددې څرګندوی ندی چې آيا واکسين کار کوي او که نه.

دا رښتیا ده چې جانبی عوارض عادي نښي دي چې واکسین کار کوي او ستاسو بدن د ناروغیو په وړاندی د بدن معافیت پياوړی کوي. په هرصورت، د دې دا مطلب نه دی چې د جانبی عوارضو په نشتون سره اندیښنه وکړئ. د مثال په توګه، د mRNA په ناروغانو کې د کلینکی ازمویني پرمهال د ناروغیو په وړاندی د بدن 90 سلنه معافیت رامنځته کړی دی، خو د 50 سلنه څخه زیاتو خلکو کې جانبی عوارض نه دي څرګند شوي. په بله اصطلاح، زیاتره خلکو هیڅ قسم عکس العمل نه دی تجربه کړی، خو هغوی د ناروغیو په وړاندی د بدن بشپړمعافیت ترلاسه کړی دی.

نو، که تاسو چیرې د کوویډ-19 د واکسین څخه وروسته کوم جانبی عوارض نه لرئ، نو ددې معنی دانه ده چې تاسو باید اندیښنه وکړئ ــ تاسو اوس هم د هغه چا په څیر چې جانبی عوارض یې درلودل، خوندي ياست!