د واکسین روغتیا او خوندیتوب

لاندي معلومات د روغتیایی ماهرانو او د عامه روغیتا د باتجربه اشخاصو لخوا دویب پاڼو لپاره چې د کاناډا د حکومت لخوا او نورو سیانس پوهانو او د روغتیایي سرچینو لخوا کارول کیږي د جوړ شوي دي. دا د طبی مشورو په توګه نه دي طرحه شوي. هغه پوښتنې چې تاسو یې د کویډ-19 (COVID-19 ) په اړه د ځان سره لرئ همیشه یې په اړه د پرمتختللی روغتیا پالانو څخه صلاح مشورې ترسره کړئ.

د کوویډ-19 واکسین کول به ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو د کوويډ-19 له امله د ناروغه کیدو او مړه کیدو څخه وژغورل شئ. همدارنګه په کاناډا کې د ويروس د خپریدو مخه نیسي، د دې لپاره چې په ټولنه کې د ویروس د انتقال مخه ونیول شي په کافي اندازه د کاناډا اوسېدونکي باید واکسين کړل شي.

حتی که چیرې کوم کس د کوویډ-19 د ناروغۍ له امله مړ هم نشي، خو بيا هم د حافظې د لاسه ورکول، ستړیا، دساه لنډې ستونزې، سږو او د زړه د اوږدمهاله ناروغيو لامل کیدلی شي.

که چیرته بشپړ معافیت شتون ولري نو ویروس په لویه کچه نشي خپریدلی. که چیرته بشپړ معافیت شتون ولري نو ویروس په لویه کچه نشي خپریدلی. د دې لپاره چې موږ بشپړ معافیت ترلاسه کړو او بیرته خپل عادی ژوند ته ستانه شو، تجارتونه خلاص کړو او د یو بل سره غاړې ورکړو او دهغو خلکو سره چې مینه لرو له نږدي ووینو، نو د دې لپاره اړتيا ده چې لږ ترلږه 75 سلنه وګړي بايد واکسين ترلاسه کړي.

د جون د میاشتې په نیمایي کې د معافیت ملي مشورتي کمیټه (NACI) د دویمو دوزونو لپاره د کووېډ-19 واکسینو له یو څخه بل ته د بدلون په هکله خپل سپارښتونه وړاندې کړو. اوس د هغه کسانو لپاره د mRNA واکسینو دویم دوز غوره ګڼل کیږي چا چې لومړی دوز د AstraZeneca ترلاسه کړی وي، پدې اساس چې دا د دې شریک واکسینو د کړنلارې څخه په احتمالي توګه ښه دفاعي غبرګون څرګندوي.

که چېرې تاسو د خپل لومړي دوز په توګه mRNA واکسین (د Pfizer BionTech یا Moderna) ترلاسه کړې وي، نو د ویم دوز په توګه به تاسو ته mRNA واکسين وړاندېز کیږي. دا غوره ګڼل کیږي چې تاسو هغه ډول واکسین ترلاسه کړئ، چې په لومړي ځل مو ترلاسه کړي وي، تر څو چې دغه واکسین آسانۍ سره موجود نه وي یا نامعلومه وي، نو په دغه پېښه کې تاسو کولی شئ د mRNA بل ډول واکسین ترلاسه کړئ. دواړه په ورته ډول خوندي او اغيزه ناک دي.

که تاسو د لومړي دوز په توګه AstraZeneca ترلاسه کړې وي، تاسو کولی شئ چې دویم دوز هم د AstraZeneca انتخاب کړئ، خو اوس د معافیت ملي مشورتي کمیټه (NACI) دا سپارښت کوي چې خپل دویم دوز د mRNA واکسینو ترلاسه کړئ.

ټول واکسینونه په کاناډا کې د استعمال لپاره تصویب شوې دي چې په ورته او اغيزه ناک ډول په بستري کیدو او جدي ناروغه کیدو کې کمی راولي او ټول له کووېډ-19 څخه 100% د مړینې مخنیوي کې اغيزه ناک دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د بشپړ خوندیتوب لپاره تاسو باید د دوو دوزونو د ترلاسه کولو لپاره واکسین کولو ته په تمه ونه وسئ. د ویروس نوي ډولونه رامنځته کیږي چې له کبله یې لوړ شمېر کېسونه، بستري کیدل او مړینې رامنځته کیږي، او د دې د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره د ټولو خلکو واکسین کول دي.

د کاناډا د روغتیا نهادونو مطابق او د کلینیکی معایناتو پراساس چې پکې لسګونه زره واکسین اخیستونکی یا مراجعه کوونکي شامل دي:

د Pfizer-BioNTech د دوه دوزو ترلاسه کولو څخه ورسته 95 سلنه اغیزمن دی.

سرچینه: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/pfizer-biontech.html

د Moderna د دوه دوزو اخيستلو څخه ورسته 94 سلنه اغیزمن دی

سرچینه: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/moderna.html

د AstraZeneca (استرازینیکا) د دوهم دورز وروسته 62 سلنه اغیزمنتیا (79سلنه دشمالي/ سویلی امریکا په مطالعه کې ښودل شوي)
د نړۍ اصلي معلومات ښايي چې AZ په روغتون کې د بیستر کیدو د مخنیو لپاره د 80-90 سلنه پورې موثره دي.

سرچینه: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/astrazeneca.html

جانسن واکسین د لومړي دوز ترلاسه کولو څخه وروسته 66 سلنه اغیزمن دي او حقيقي معلومات ښيې چې د یو شمیر ناروغیو او په روغتون کې د بسترکیدو په مخنیوي کې >90 سلنه اغیزمنتیا لري.

سرچینه: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/janssen.html

ټول څلور ډوله واکسینونه د شدید کوویډ-19، په روغتون کې د بیستري کېدو او د مرګ په مخنیوي کې اغیزمن دي.

دا د واکسین او بڼو ترمنځ توپیر لري.

د کویډ-19 هر واکسین به د شدیدو ناروغیو/ مرګ چې د هرې بڼې له امله منځ ته راځي او دا مهال په کاناډا کې پراخ شتون لري، مخنیوی کوي.

حتی د هغه واکسینونو سره چي د ځینو فشارونو پر وړاندي لږه اغیزه لري، د واکسینو تولیدوونکی هڅه کوي د ویروس د نوي بڼې په وړاندي نوي مشخص واکسینونو جوړکړي، نو تاسو ښایي په راتلونکې کې پرمختللي دوزونه تر لاسه کړئ کوم چې به په راتلونکی میاشتو او کلونو کې منځ ته راشي.

د Pfizer-BioNTech, Moderna او AstraZeneca واکسینونو لپاره د دوه دوزونو ترلاسه کول مهم دي، ځکه لومړنی دوز ستاسو د بدن د معافیت “ابتدایی” ځواب دی: ستاسو بدن دا زده کوي چې د کوویډ-19 سره څه ډول مبارزه وکړي. او دوهم دوز د اوږدې مودې لپاره د بدن د معافیت ضرفیت لوړوي. دواړه دوزونو ته اړتيا ده ترڅو بشپړمعافیت منځ ته راوړي.

د جانسن او جانسن (Johnson & Johnson) واکسین ازمایل شوي دي، او دايې ثابته کړې ده چې چې د یو دوز په ترلاسه کولوسره د خلکو ساتنه کوي او معافیت يې لوړوي.

د Pfizer-BioNTech and Moderna: mRNA واکسینونه

د MRNA یوه کوچنۍ ټوټه د COVID-19 سپیک پروټین جوړوي چې ستاسو د بدن حجرو ته یې انتقالوي او ستاسو بدن ته لارښونه کوي چې د کوویډ-19 ویروس په وړاندي انټي باډي جوړه کړي. وروسته mRNA په څو ساعت کې دننه دننه له منځه ځي، او ستاسو بدن ته پياوړتيا پرېږدي.

د Astra Zeneca and J&J: viral vector واکسینونه .

دا واکسینونه د بې ضرره (لکه د عادی زکام ویروس په څیر) کمزوري ويروس څخه رامنځته شوي دي چې نوموړي ويروسونه کمزوري شوي دي او د کوویډ-19 ویروس د نري پروټین د یوې ټوټې په اضافه کولو سره ورته بدلون ورکړل شوی دی. لکه څرنګه چې پورته ذکر شوه د mRNA واکسین هم ورته پروسه لري، زموږ بدن متحریکوي ترڅو انټي باډې جوړه کړي او نوری حجری د بدن دمعافیت لپاره فعاله کوي.

له دوی څخه يو هم ستاسو په DNA کې بدلون نه رامنځته کوي!

هیڅ یو هم د کوویډ-19 ژوندی ویروس نه لري.

ټول ورته حانبی عوارض لري: د ستن په ځای کې درد احساس، ستړیا، تبه یا انفلونزا ته ورته علائم، سر درد، د عضلات / بندونو عادي دردونه.

د کاناډا دروغتیا ادارې لخوا د Pfizer-BioNTech- Moderna، AstraZeneca، او Janssen (جانسن او جانسن) واکسینونو استعمال په کاناډا کې تايید شوی دی.

نه. د هر قسم واکسین ترسره کول، د کوویډ-19 د واکسين په شمول، هیڅ کله د کوویډ-19 د معایناتو په پایله بده اغیزه نه کوي، ځکه دا ژوندی واکسین نه دی.