دغه لاندې معلومات ددې ويب پاڼې لپاره د روغتیايي متخصصينو او د صحت عامې د باتجربه کسانو لخوا د کاناډا حکومت او نورو ساينسي او روغتیايي سرچینو څخه په استفادې سره برابر شوي دي. دا د طبی مشورو په توګه نه دي طرحه شوي. هغه پوښتنې چې تاسو یې د کوویډ-19 په اړه د ځان سره لرئ، همیشه یې په اړه د مسلکي روغتیا پالانو سره صلاح مشورې ترسره کړئ.
ستاسو د واکسینو ریکارډ به دولایتی یا د سیمو د روغتیایې چارواکو لخوا وساتل شي. په عمومي ډول، ستاسو د COVID-19 واکسینو ریکارډ کاغذ او / یا بریښنایی کاپي به هم تاسو ته درکړل شي. د دې لپاره چې ترڅو معلومه کړئ چې کوم ډول اسناد به تاسې ته درکړل شي، د خپل محلي روغتیایې چاروکی یا دواکسینو د کلینک سره په اړیکه کې شئ
هو، که ته داسې یو چاته چې تاسو د وخت اخیستنې پرمهال هدایت وکړي، یا ته د ژباړن همکارۍ ته اړتیا ولري، نو ته کولی شې چې د ځان سره یو بل کس هم راولي.
تاسو باید د ځان سره د خپل وخت اخیستنې یا لیدنې تائید (ثبت) یوه بریښنایې کاپي راوړئ. که تاسو چیرت کوم یو روغتیا کارت لرئ هم له ځان سره راوړئ.