ستاسو له واکسین څخه مخکې

لاندي معلومات د روغتیایی ماهرانو او د عامه روغیتا د باتجربه اشخاصو لخوا دویب پاڼو لپاره چې د کاناډا د حکومت لخوا او نورو سیانس پوهانو او د روغتیایي سرچینو لخوا کارول کیږي د جوړ شوي دي. دا د طبی مشورو په توګه نه دي طرحه شوي. هغه پوښتنې چې تاسو یې د کویډ-19 (COVID-19 ) په اړه د ځان سره لرئ همیشه یې په اړه د پرمتختللی روغتیا پالانو څخه صلاح مشورې ترسره کړئ.

که چېرې فکر کوئ چې ستاسې په سيمه کې د کوويډ-19 واکسين ترلاسه کولی شئ که نه، یا که غواړۍ چې د واکسینونو د ترلاسه کولو تازه معلومات او په خپله سيمه کې د ټاکلو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره د وخت ټاکلو اختیار ومومۍ نوپه لاندې لینک کلک وکړئ.

برتانیا کولمبیا
البرټا
ساسکاچیوان
مانیټوبا
اونټاریو
Quebec
نوی برونسک
نووا سکوټیا
Newfoundland and Labrador
پرنس اډوارډ ټاپو
شمال لویدیز سیمې
نوناوټ
یوکون

په کاناډا کې د استعمال لپاره تايید شوي ټول کوویډ-19 واکسینونه هګئ، ګلیټین، د خوږ غوښه، د غویی غوښه، د فیټل تولید، سیماب، فارمل ديهايد، المونیم، تیمروسال یا لیټیکس او هغه شیان چې د مذاهبو سره په ټکر کې دي او يا د روغتيا لپاره خطرناک وي، شامل ندي.
دلته په واکسینونو کې د استعمال شوو موادو بشپړ لیست موندلی شئ:

Pfizer-BioNTech: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/pfizer-biontech.html

Moderna: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/moderna.html

AstraZeneca: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/astrazeneca.html

Johnson & Johnson: https://www.canada.ca/en/health-canada/services/drugs-health-products/covid19-industry/drugs-vaccines-treatments/vaccines/janssen.html

هیڅ مرحله نه ده پریښودل شوي او د خوندیتوب ټولې لاري تعقیب کړل شوي دي. واکسین د ټیکنالوژۍ د پرمختګ په مرسته په ډېرې چټکۍ سره جوړ شوي او ځکه چې غیری روغتیایی برخي (د دکتاتورۍ او ټاپې وهلو پروسه) په چټکۍ سره ترسره شوي دي.

نه. هغه پروټین چې په دې واکسین کې ورڅخه ګټه اخيستل شوې، هیڅ کله ستاسو په DNA باندی بده اغیزه نه کوي. دا په څو ساعتونو کې خپله له منځه ځي، که چیرې ستاسو د کوویډ-19 په ویروس باندي له اخته کوم کس سره مخ کېږئ نو، په ويروس باندې د اختله کېدو د مخنیوي لپاره شاه ته د انټې باډي جوړول لپاره لارښونې پریږدي.

د Pfizer-BioNTech واکسین د 12 کالو یا له دې څخه د زیات عمر لرونکو ماشومانو لپاره تايید شوي دي.

د Moderna, AstraZeneca او جانسن او جانسن واکسینونو کارونه په کاناډا کې د 18 کالو یا د دې څخه د زیات عمر لرونکو اشخاصو لپاره د کاناډا د روغتیایې ادارو لخوا تایيد شوې ده.

په ځوانو ماشومان کې د کویډ-19 د واکسینونو د اغیزمنیا او خوندیتوب لپاره څېړنه دوام لري.

دا مهال په کاناډا کې، دکوویډ-19 واکسین لکه د نورو واکسینو په څیر په ورته وخت کی نه ورکول کیږي. په مګر په امریکا کې د کوویډ-19 واکسین او نور واکسینونه ښایي د وخت په پام کې نیولو څخه پرته، د کویډ-19 هم مهاله واکسین په ګډون، نور واکسینونه په ورته ورځ کې ترسره شي. که چیرته دا ستاسو لپاره ټاکل شوي وي، نو تاسو باید دخپل روغتیايي ډاکټر سره خبرې وکړئ.

نږدې هرڅوک به وکولی شي چې په خوندي ډول واکسین ترلاسه کړي، ښایي د واکسین په برخه کې ډېر کم شمیر خلک د شدیدو جانبي عوارضو له امله ونشي کولی چې واکسین ترلاسه کړي. د COVID-19 په موجود خطر کې، ډیری خلک واکسینونه ترلاسه کولی شي. هغه خلک چې جدي ستونزي لري او په کوویډ-19 ناروغۍ اخته کیدل یې ژوند له ګواښ سره مخ کوي، باید ژر تر ژره د کویډ-19 واکسین ترلاسه کړي.

په عمومې ډول دا ستاسو لپاره خوندي دي چې د کویډ-19 واکسین وکړئ، حتی که تاسو د نورو ناروغیو څخه د ښه کیدو په حال کې هم واوسئ، که تاسو چیرته داسې تازه ناروغۍ لرۍ چې ستاسو د منظم فزیکي فعالیت څخه مخنیوي کوي، نو ترهغه انتظار وکړئ ترڅو د بیرته ښه کیدو لپاره د بدن معافیت پیدا کړئ. دا به تاسو سره د هغو احتمالي جانبی عوارضو په پیژندلو کې مرسته وکړي چې ستاسو د نورو نارغیو څخه د واکسین د ترسره کولو له امله منځ ته راځي. همدا رنګه ترهغه چې تاسو بیرته له ناروغیو ښه کیږئ انتظار وکړئ، او ډاډه واوسئ چې کله واکسین ترلاسه کولو لپاره راځئ نورخلک په ناروغیو نه اخته کوئ.

که تاسو چیرته د کوویډ-19 نښې ولرئ په کور کې پاتې شئ او ژر ترژره خپل معاینات وکړئ.

نږدي هر یو کس به وکولی شي په خوندي توګه واکسین ترلاسه کړي. دلته د هغه چا لپاره چې دبدن کمزوری معافیت سیستم یا د ناروغیو په وړاند اتومات د بدن معافیت ولري دخوندیتوب په اړه اندیښنه نشته. دا ممکنه ده چې واکسین په هغه چا لکه څه ډول چې تمه کیږي پوره اغیزه ونه کړي چې د بدن کمزوری معافیت سیستم ولري. که تاسو چیرته د بدن کمزوری معافیت یا اټو معافیت ولرئ د هغه روغتیاپال سره چې ستاسره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، د کوویډ-19 د واکسینونو په اړه خبرې وکړئ

میاشتنۍ (حیض) یو پیچلي پروسه ده او د ډیری شیانو څخه اغیزمن کیدی شي، لکه د چاپیریال بدلونونه، فشار، خوب او ځینې درمل. هغه سطحه چې رحم پکې خوندی شوي په حقیقت کې د بدن د معافیت یو فعاله برخه شمیرلل کیږي. کله چې ستاسو د بدن معافیت سیستم په سخته توګه فعالیت کوي دا ځکه چې تاسو واکسین ترلاسه کړي یا ناروغ یاست، ښايي تاسو په انډومیټریئم (endometrium) کې بدلونونه تجربه کړئ چې څه ډول عکس العمل ښايي. نو له دې کابله دا ممکنه ده چې واکسین ځیني وخت ستاسو میاشتنۍ ناروغۍ باندی اغیزه وکړي.

خو یو شی چې باید په پام کې ونیول شي دادی چې هر وخت چې تاسو په زیاته اندازه خلک وینۍ، نو حتمن به داسي خلک شتون ولري د ماشتنۍ ناروغۍ په موده کې بدلونونه تجربه کوي. د نړۍ په کچه د سلګونو ملیونه واکسینونو سره، به ځینې داسی خلک هم ه شتون ولري چې دوی په میاشتنۍ ناورغۍ (حيض) کې هم بدلون تجربه کوي. څیړنې د دې ډاډ ورکوي چې واکسین خوندی دی او دلته داسي بشپړ معلومات نشته چې دا څرګنده کړي چې واکسین ترسره کول په میاشتنۍ ناروغۍ کې احتمالي بدلونونه رامنځ ته کوي.

د کوویډ-19 واکسین د واکسین څخه وروسته وینه نه بهوي، نو په دي توګه په شاوخوا کې واکسین شوي افراد به د دې تمه ونه لري چې د یو چا میاشتنۍ ناروغي اغیزمنه شي.

تاسو چې هرډول بدلونونه د واکسین ترلاسه کولو وروسته په خپله میاشتنۍ ناروغۍ کې تجربه کوئ لنډمهاله دي، نو دا باید د دې لامل نشي چې واکسین ونه کړئ. په هر صورت هِغه ښځي چې انډیښنه لري باید د ډاکټرسره خبرې وکړي، ځکه د میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې ځڼډ رامنځ ته کیدو لامل بل څه هم کیدلی شي.

د کاناډا د نسایي او ښځینه ناروغۍ ټولنه (SOGC)، د معافیت ملي مشورتي کمیټه او په کاناډا کې د عامې روغتیا ماهرین ټول مشوره ورکوي چې هغه میرمنې چې امیندواره وي یا ماشوم ته شیدی ورکوي باید چې هغو ته لومړیتوب ورکړل شي او په هر وخت کې (په هرو دري میاشتو کې) د امیندوارۍ پرمهال د واکسین د ترلاسه کولو وړاندیز ورته وشي او د شیدو یا د تي ورکولو پرمهال که دوی مستحق وي او هیڅ ډول تناقض شتون ونلری. که تاسو د ځان سره پوښتنې لرئ، او تاسو امیندواره یاست یا د امیندواره کېدلو پلان ولرئ یا شیدي (تی) ورکوئ نو په دغه حالت کې د هغه چاسره چې ستاسو سره د روغتیاپه برخه کې مرسته کوي د کویډ-19 د واکسینو په اړه خبرې وکړئ.

داسي کوم شواهد موجود ندي چې وښايي چې د COVID-19 واکسین په ګډون کوم واکسين په ښځینه او نارینه وو کې په زیږون باندي بده اغیزه وکړي.

دلته د هغه چالپاره چې باید واکسین ترلاسه نه کړي په ټیټه کچه دلایل شتون لري.

تاسو باید واکسین ترلاسه نه کړئ که چیرته تاسو:

1. که تاسو چیرې په واکسینو کې د کومې اجزا په وړاندي شدید حساسيت ولرئ: د mRNA واکسینونو کې یوه اجزا چې ډېره کمه ده، خو شدید حساسيت رامنځته کوي هغه (انافیالیکسس) د پولیټینیل ګلیکول (PEG) دی، کوم چې په ځینې ښکلا توکو کې، سکینکیر(skincare) محصولات، جلغوزیو، ځینې پروسس شوي خواړو او څښاک او نورو محصولاتو کې موندل کیږي. یاداشت: PEG په AstraZeneca او Johnson & Johnson واکسینونو کې نه شته. د AstraZeneca (اسټرازینیکا) او جانسن او جانسن (Johnson & Johnson) واکسینونو کې یو اجزا چې ډېره کمه ده، مګر جدي حساسيت رامنځته کوي، د پولیسوربیټ 80 – (Polysorbate 80) دی، دا د روغتیا په چمتووالی کې هم (د مثال په ډول، د ویټامین غوړ، ټابلیټونه او کینسر ضد ایجنټونو) او کاسمیټکس کې موندل کیږي.

2. د COVID-19 واکسین پخوانۍ دوز یا د واکسین هرې برخې په وړاندی د ژوند ګواښونکی عکس العمل درلودل.

که تاسو چیرته د انفلابیکټیک (anaphylactic ) عکس العمل لرئ او په اړه یې نه پوهیږئ نو د خپل روغتیاپال ډاکټر سره خبرې وکړئ. د واکسینو په وړاندی د جدی حساسيتي عکس العملونه انفلیکسس (anaphylaxis) له هغه څخه ډېر زیات کم دی چې څه ډول یې خلک په اړه فکر کوي. انفلیکسس (Anaphylaxis ) په دېرو قضیو کې د مخنیوي او د درملنې وړ دي. په کاناډا کې د واکسین کولو ټول روغتیایی چمتو کوونکی د روزنې ترلاسه کولو لپاره اړتیا لري او د حساسيت د عکس العمل په وړاندي په چټکې سره درملنه باید وکتل شي. په ندرت سره، د الرجيسټیک او د روغتیا افسر د سپارښتنو پراساس، یو شخص ښايي په یو روغتون کې واکسین ترلاسه کړي.

ددې سپارښتنه نه کېږي چې الکول وڅښۍ يا په نشه حالت کې د واکسين کولو لپاره راشئ. دا د واکسین د خونديتوب معنی نه لري (چې الکول د واکسین په وړاندي مداخله کوي) مګر دا د دې لپاره دي چې روغتيا پالان اړتیا لري چې تاسو ته په داسي وخت کې چې تاسو خپل رضایت ښکاره کړی وي واکسین درکړي. الکول (شراب) ښايي ستاسې روغتيايي پوهه او د پوښتنو کولو وړيا راکمه کړي.

د الکول کارول او دکوویډ-19 (COVID-19) واکسینونو اغیزمنتیا په اړه هیڅ ډول مطالعات وجود نلري. هغه خلک چې د الکولو اختلال (AUD) سره مبازه کوي ښایي د ناروغیو په وړاندی د بدن (کمزوری) معافیت سیستم ولري او باید د خپل روغتیاپال ډاکټر سره خبرې وکړي. د کارپوهانو نظر دا دی چې موږ تمه نلرو چې د الکول کارول معتدل مقدار به د واکسین په وړاندې د معافیت غبرګون باندې منفي اغیزه ولري.

که تاسو چیرته د چرسو استعمال لرئ، نو ستاسو لپاره د کویډ-19 (COVID-19) واکسین خوندي دي.

کله چې ستاسو د واکسین د ترلاسه کولو وخت رارسیږي، نو په دغه وخت کې موږ سپارښتنه کوو چې په داسي وخت چې زیات چرس مو استعمال کړي وسي د واکسین لپاره مه رځئ. دا غوښتنه د وکسین د ترلاسه کولو د خوندیتوب د اندیښنې لپاره نه ده (چې دا ګنی د واکسینو د ترسره کولو پرمهال مداخله کوي) دا د دې لپاره دي چې روغتیاپالان مخکي له دې چې تاسو ته واکسین درکړي ستاسو څخه راضایت ترلاسه کړي. چرس ښای د روغیتایی معلوماتو د اوریدو او پوښتنو پرمهال ستاسو وړتیا لږه (ټیټه) کړي.

د بنګو او چرسو د استفادی او د کویډ-19 د واکسینو د اغیزمنتیا په اړه بشپړ څیړنه نه ده ترسره شوي. داسي شواهید شتون لري چې د چرسو څکول د یو شخص په تنفسي سیستم او د ناروغیو په وړاندی د بدن معافیت باندی بده اغیزه کوي، نو که چیرته تاسو د چرسو یا بنګو د څکولو عادت لرئ نو دا بهتره ده چې ژر ترژره د کویډ-19 وایروس د مخنیو لپاره واکسین ترلاسه کړئ.